سیاست

اجمل احمدي د سوداګرۍ او صنعت د نوماند وزير په توګه وټاکل شو

کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني د یو حکم په صادرولو سره، د سوداګرۍ او صعنت د نوماند وزير په توګه د اجمل احمدي ټاکنه منظوره کړې ده.
په حکم کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې دغه نوماند د باور رای د ترلاسه کولو په خاطر ولسي جرګې ته معرفي کړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته