امنیت

د هرات په امنيه قوماندانۍ کې دګوتو دنښو دسيستم داجرا کولولپاره هلې ځلې

کابل باختر د سلواغې  اوومه :
د هرات ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ګوتو د نښو سيستم اجرا کيږي .
د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وايي چې ددغه ولايت امنيه قومانداني ددغه ارګان په قطعاتو او جزوتامونوکې دخيالي سرتيرو د ناوړې استفادې   د مخنيوي، د افسرانو، ساتمنانو او سرتيرو ثبت د بايمتريک سيستم له لارې ترلاس لاندې نيولې دي .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي باخترآژانس ته وويل چې دغه بهير د کورنيو چارو وزارت له خوا د پوليسو منسوبينو د شمېر او دندو د مشخصول کولو په مقصد ترلاس لاندې نيول شوى دى.
د ده دڅرګندونوله مخې: د بايمتريک د سيستم په مرسته د هرات ولايت په امنيه قوماندانۍ کې به د خيالي سرتيرو د شتون انديښنې لرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته