خبرونهفرهنګ

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس: د خروار ولسوالۍ کافر کوټ لرغونې سیمه د هېواد په کچه ستره تاریخي سیمه شمېرل کېږي

کابل، د لېندی ۷ مه، باختر

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د کافر کوټ لرغونې سیمه د هېواد په کچه ستره تاریخي سیمه شمېرل کېږي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع الله صمیم د خروار ولسوالۍ کافرکوټ لرغونې سیمې څخه د لیدنې پرمهال وویل، چې د خروار ولسوالۍ کافرکوټ لرغونې سیمه د هېواد په تاریخ کې روښانه نوم او شاو خوا ۱۵۰۰ کاله تاریخي قدمات لري، چې د هېواد په کچه ستره تاریخي سیمه شمېرل کېږي.

د یادونې وړ ده، چي خروار ولسوالۍ اړوند د کافرکوټ لرغونې سیمه شاوخوا ۱۵۰۰ کاله تاریخي قدامت لري، چې په دې وروستیو کلونو کې د ځينو خلکو له خوا په کې د غیر قانوني کیندنو له امله یو شمېر ځایونه ویجاړې شوي دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا