
کابل، غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د افغان تور ریاست استازۍ مولوي عصمت الله معروفي او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ ګرځندوی آمر او یو شمېر نورو مسوولینو ۱۰ سیاحتي او توریستي شرکتونه او د آنلاین خدمتونو مرکزونه د فعالیت د جوازونو د نه لرلو له امله وتړل.
د دغه ولایت د فرهنګ او ګرځندی آمر محمد ګل تسل وویل، چې یاد سیاحتي او توریستي شرکتونه او د آنلاین خدمتونو مرکزونه، چې پل علم ښار کې یې فعالیت کاوه او له خبر داریو سره سره یې د فعالیت جوازونه نه و اخیستي وتړل شول.
نوموړي د تړل شویو شرکتونو او د آنلاین خدماتو د مرکزونو له مسوولینو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې خپل جوازونه د افغان تور ریاست څخه ترلاسه کړي او چارې دې د قانون په رڼا کې پرمخ یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال پل علم ښار کې له ۱۵ څخه زیات سیاحتي او توریستي شرکتونه او د آنلاین خدمتونو( د ویزو ثبت) مرکزونه شتون لري.
لمر