اقتصاد

د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودجې په اصولنامه کې د مالیاتي جرمونو معافیت تصویب شوې

کابل باختر دسلواغې  نهمه :
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د سوداګرۍ او صنایعو دوزیر همایون رسا، د افغانستان برېښنا شرکت له رئیس امان الله غالب، د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، او د صنایعو او کانونو خونې درئیس شیرباز کمین زاده، سره یو ځای د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي بودجې په اصولنامه کې د مالیاتي جرمونو د معافیت تصویب،  د مالي مدیریت ښه کولو په موخه له نړیوال بانک سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو د نوې پروژې هوکړه لیک لاسلیکولو او پیسو نړیوال صندوق له لوري د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجې هرکلي او له دغه صندوق سره د تخنیکي بحثونو د پایلو اعلانولو په اړه د مالیې وزارت په خیبر هال کې له  رسنیو سره معلومات شریک کړل.
دمالیې وزیر د مالیاتي معافیت د نوې اصولنامې په اړه وویل:" د مالیې وزارت له وړاندیز شوې اصولنامې سره سم چې د ملي بودجې په اصولنامه کې شامله د ولسي جرګې له خوا تصویب او د جمهوررييس له خوا توشیح شوې ده، هغه مالیه ورکوونکي چې له ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۳۹۶ کال پوري یې خپل مالیاتي جرمونه نه وي تصفیه کړي، د دوی د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه په داسی حال کې چې اصلي مالیه او ۵ سلنه مالیاتي جریمه ورکړي له پاتي ۹۵ سلنې مالیاتي جریمې څخه معافېږي او دا پروسه به تر راتلونکو نهو میاشتوپورې دوام وکړي او په هیڅ ډول د تمدید وړ نه ده.
ده، له نړیوال بانک سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو وړیا مرستې هوکړه لیک لاسلیکولو په اړه وویل، چې نن مو له نړیوال بانک سره د مالي مدیریت ښه والي په موخه د ۱۰۰ میلیون امریکایي ډالرو د نوې پروژې هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې د بودجې د پرمختګ او پراختیا، د عوایدو زیاتوالي، د خزاینو مدیریت، اداري ظرفیت جوړونې او اجرائیوي مدیریت په برخو کې به ولګول شي.
ماليې وزیر زیاته کړه، چې د پیسو نړیوال صندوق د مالیې وزارت له لوري د مالي اعتباري اسانتیاوو پروګرام د ښه پلي کېدو، په مالي او اقتصادي برخو کې د ښه مدیریت او د ۱۳۹۷مالي کال په ملي بودجه کې د اساسي اصلاحاتو د راوستلو هر کلی کړی، همدا شان دغه صندوق د ۲۰۱۸ کال لپاره د افغانستان اقتصادي وده یې ۳ سلنه وړاندوینه کړې، چې دا د افغانستان لپاره یو ښه زېری دی. ده وویل چې دمالیې وزارت او د افغانستان مرکزي بانک د مالي او پولي پالیسیو پر مټ توانیدلي دي د افغانیو ارزښت د بهرنیو پیسو پر وړاندې ثابت وساتي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا وویل، چې د مالیاتي جرمونو د معافیت اصولنامه  د خصوصي سکټور لپاره  یو ښه خبر دی او هیله مو دا ده چې یاد سکټور له دې فرصت او اسانتیاوو څخه پوره ګټه واخلي  او خپلې جریمې ورکړې.
د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب وویل، چې د اقتصاد عالي شورای د وروستۍ پرېکړې له مخې موږ خصوصي سکټور ته د ډېرې اسانتیا په موخه نن په رسمي توګه د تره خېلو برېښنا سټېشن سویچ روښانه کړ، چې له مخې به یې په صنعتي پارکونو کې د برېښنا پرېکېدو ۹ ساعته موده دوه تر درېو ساعتونو پوري را ښکته شي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي او د صنایعو او کانونو خونې رئیس شېرباز کمین زاده، په خپلو خبرو کې د مالیې وزارت د دغې اصولنامې هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، هغه شرکتونه چې جریمه شوي دي، د اصولنامې په ټاکلې موده کې به خپلې جریمې ورکړي. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته