امنیت

په کاپيساکې په مرموز ډول د يوې ځوانې نجلۍ وژل کيدل

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٨
يوه ځوانه نجلۍ تېره شپه په کاپيسا ولايت کې په مرموز ډول وژل شوې ده. د شل کلنې فرنيکا کورنۍ وايي: دې ځان وژلې دى، خو پوليس ادعا کوي چې دغه نجلۍ د جړو په ګوزار سره وژل شوې ده.
د کوهستان د دويمې برخې د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدعظيم کوهستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: څيړنې څيړنې ښيي چې دغه نجلۍ وژل شوې ده.
ده وويل: د دغې وژنې په تور څوک نه دى نيول شوى، خو څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته