
کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د لوګر د پاسپورټ آمریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د پاسپورټونو د وېش له درکه ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه ولایت د پاسپورټ آمر زیت الله سعید د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د اسلامي امارت له بریا را وروسته یې شاوخوا ۸ زره کسانو ته پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
سعید زیاته کړه، چې نن هم په یاد ولایت کې د پاسپورټ د وېش لړۍ د یوې غونډې په ترڅ کې بیا پیل شوه.
جهانیار