سیاست

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان د سولې او انکشاف د ملاتړ په خاطر د اروپایي ټولنې د وروستي تصمیم هرکلی کوي

کابل/ د غبرګولی ۱۰ مه / باختر

 په وروستیو کې د اروپایي ټولنې شورا د افغانستان د سولې او انکشاف په اړه خپل تصمیم اعلان کړ او یو وار بیا یې د افغانانو د ملاتړ او سولې، امنیت، ثبات، ولسواکۍ، هوساینې او ځان بسیاینې ته د دې هیواد د رسېدو په اړه پر خپلې سیاسي ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په هغه اعلامیه کې چې  د جمهوری ریاست ویندوی دفتر خپره کړېده راغلي دي: اروپایي ټولنې په دې تصمیم کې، په راتلونکې کې خپل سیاسي او مالي ملاتړ د جمهوري او ډیموکراتیکو اصولو او ارزښتونو په ساتنې او د هغو پر لا زیات تقویت پورې مشروط کړی دی.

پردې سربېره، اروپایي ټولنه په یوې داسې سیاسي هوکړې چې د مذاکراتو له لارې ترلاسه شي او د دوامداره سولې او مصالحې لامل شي، د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخه کې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له وړاندې ډېرې غښتلې کړي، سمدستي د بین الافغاني مذاکراتو پیل او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي او د خلکو ژوند ژغورلو لپاره د هڅو پر تمرکز ټینګار کړی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان د سولې او انکشاف بهیر څخه د ملاتړ لپاره د اروپایي ټولنې د وروستي تصمیم او دا چې د افغانستان ترڅنګ پاتې کېږي، هرکلی کوي.

همداراز له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دوامداره مرستو په ځانګړي ډول د ډیموکراسۍ د تقویت، بشري حقونو، پایداره انکشاف او د ښځو حقونو په برخو کې مننه کوي.

د افغانستان دولت په دې باور دی چې د ګډو ارزښتونو د تقویت او له ګډو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان او اروپایي ټولنې د اړیکو ستراتېژي په خپل ځای ده او دغه تلپاتې او دوامداره مرستې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره موږ د پخوا په پرتله لا زیات ژمن کوي.

افغانستان او اروپایي ټولنې په تېرو دوو لسیزو کې له ترورېزم سره ګډه مبارزه کړې او ډېرې قربانۍ یې ګاللې دي او دا د دې لپاره و چې افغانستان بیاځلي د تروریستانو په خوندي ځاله بدل نشي او اروپا او د سیمې او نړۍ نورو هیوادونو ته ګواښ رامنځته نه کړي.

اروپایي ټولنه د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام چې د ټول ملت د غوښتې پر اساس رامنځته شوی، ملاتړ کړی دی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت سره چې د اروپایي ټولنې هیوادونه یې غړیتوب لري، د ګډ امنیت د تامین په موخه دوستانه، صمیمانه او دوامداره مناسبات لري.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته