فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست : دامکاناتو له په پام کې نيولوسره دځوانانو ستونزې څيړل کيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهنوال محمدرسول باوري دقندهار  دځوانانو دمشورتي شورا له غړو سره وکتل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې  کتنه کې لومړى داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  خبرې وکړې او ويې ويل ؛ دغه وزارت دهغو  محدودو امکاناتو له مخې چې لري دهېواد دځوانانو په خدمت کې دى.
تاسې کولاى شئ  خپلې ستونزې او نظريې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو چارو له معينيت سره شريک کړئ چې دامکاناتو له په پام کې نيولو سره وڅيړل شي .
وروسته د قندهار د ځوانانو د مشورتي شورا مسوول د دغې شورا فعاليتونه بيان کړل او ويې ويل چې دقندهار ولايت تاريخي څلي  له خطر سره مخامخ دي اودکادرونو ګومارنې ته پاملرنه وشي .
ده دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څخه وغوښتل چې دقندهار ولايت ځوانان  دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې  چې دغه وزارت له هغو  سره تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي  دلوړو زده کړو ددوام په مقصد معرفي کړي دي .
دکتنې په پاى کې   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددوى دطرحه شويو ستونزو دلرې  کولو په لاره کې ددغه وزارت  همکاري څرګنده کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته