
کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال له پیله تر دې دمه یې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي سید امین هاشمي باختر آژانس ته وویل، چې روان کال یې د عشر، د تراکتورنو او ځمکو د اجارې، د سرکاري باغچو د پلورلو او دغه راز فارمونو او د دغه ادارې د یو شمېر نورو جایدادونو د کرایې له لارې ۱۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
هاشمي زیاته کړه، چې یاد عواید د مرکز او ولسوالیو څخه راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
لمر