امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
يوولس تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې دنويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار په الينګارولسوالۍ کې  له سرتيرو سره  په جګړه  کې ووژل شول.
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دباخترآژانس  خبريال ته وويل : په دې  جګړه کې ديوه پاکستاني په ګډون  يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي په دې جګړو کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې :   درې تنه وسله وال طالبان  داليشنګ په ولسوالۍ کې  له پوځيانو سره  دجګړې په بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه د پوځيانو له خوا هغه وخت بريد  وشو چې  غوښتل يې په يوه واټ کې ماين ښخ کړي  .  
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې  په لغمان ولايت  کې کشف شوې .
له دغو ډيپوګانو څخه  په لسګونو سپکې اودرندې وسلې ترلاسه شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته