کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال الحاج سترجنرال عبدالرشيد دوستم پرون مازيګر د دوست هيواد ترکيې له جمهور رييس رجب طيب اردوغان سره دجمهوري رياست په ارګ کې وکتل او د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ترکيې جمهوريت ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د همکاريو د زياتوالي په باب يې ورسره خبرې اترې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال افغانستان ته د ترکيي د جمهور رييس سفر يوتاريخي سفر وباله او ويي ويل چې ترکيه د افغانستان له دوستو هيوادونوڅخه دى چې زموږ له هيواد سره لرغونې اړيکې لري او له پخوا څخه په بېلابېلو برخوکې يې د افغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د افغانستان له خلکو سره د ترکيې جمهوريت د مرستو له امله قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان ته د سولې او ثبات د راوړلو په لاره کې د ترکيې جمهوريت رول کارنده او ارزښتناک دى.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې د ترکيې له جمهور رييس څخه وغوښتل چې دافغانستان دځوانانو د ښوونې او روزنې او د پوځيانو د روزنې په برخوکې د خپل هيواد مرستې زياتې کړي.
په دې کتنه کې د ترکيې جمهور رييس رجب طيب اردوغان هيله څرګنده کړه چې د افغانستان خلک ډير ژر په خپل هيوادکې د سولې او ثبات د ټينګښت شاهدان وي چې وکولاى شي خپل هيواد آباد کړي.
د ترکيې جمهور رييس د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې هيواد يې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دى او په بېلابېلو برخوکې د دغه هيواد له خلکو سره مرسته کوي .
د ترکيې جمهور رييس چې د شنبې په ورځ د يو رسمي سفر لپاره افغانستان ته راغلى و؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت له لوړ رتبه مقاماتو سره له رسمي کتنو او له افغانستان سره د اوږد مهال موافقه ليک له لاسليک کولو وروسته پرون ماښام د هيواد د جمهوري رياست په ارګ کې خداى پاماني وکړه او خپل هيواد ته روان شو .
0 1 دقیقه لوستل