خبرونهفرهنګ

د لوګر له عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

 کابل، د زمري ۱۱ مه، باختر

د لوګر د عامه کتابتون د مطالعې فرهنګ د پياوړتيا او بډاينې په موخه پرون ذبيح الله فياض د سلګونو کتابونو مرسته وکړه.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر الله محمد اتل مشواڼي باختراژانس ته وويل چې د يو فرهنګپال شخص له خوا ٣٠ ټوکه کتابونه د دغه ولايت عامه کتابتون ته ډالۍ شول.

د لوګر د عامه کتابتون عمومي مدير عبدالاحمد فيضي وايي، چې په لوګر کې له مطالعې سره د خلکو لېوالتيا مخ په زیاتېدو ده او هره ورځ لسګونه ځوانان او د کتاب مينه وال د لوستلو په موخه دغه عامه کتابتون ته مراجعه کوي، فیضی له ذبیح الله فیاض څخه د مننې په ترڅ کې له ټولو بنسټونو او سوډاګرو وغوښتل چې د عامه کتابتون د بډاینې له لپاره زیاته پاملرنه وکړي.

د لوګر د عامه کتابتون عمومي مدير وايي، په دغه عامه کتابتون کې څه د پاسه  ١٣ زره ټوکه کتابونه شته او سږ کال له ١٥٠٠ څخه زيات کتابونه چې بېلابېلو عنوانونه لري، د هېوادپالو بنسټونو او اشخاصو له خوا دې عامه کتابتون ته ډالۍ شوي دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا