روغتیا

افغانستان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ایران سره په موقتي ډول تګ راتګ دروي

کابل/ د کب ٤مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه، په موقتي ډول د ایران له اسلامي جمهوریت سره هر ډول (هوايي او ځمکني) تګ راتګ بند کړ.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په هغې ناسته کې چې نن د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ په هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په اړه جوړه شوه، تصمیم ونیول شو چې په هېواد کې دننه له دغه ویروس سره د مبارزې او له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د دغه ویروس د لېږولو د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي.
همدا راز په غونډه کې پر نورو لازمو اقداماتو هم خبرې وشوې.
دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز غونډې ته وویل چې تراوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د ناروغانو د تشخیص، قرنطین او درملنې لپاره یې په مرکز او ولایتونوکې بشپړ چمتووالي نیولي دي.
هغه زیاته کړه: له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره باید د رسنیو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له آدرسونو عامه پوهاوی زیات او خلکو ته وویل شي چې په ورځ کې په متعدده توګه په صابون لاسونه پرېمینځي، تل ماسکونه واغوندي او له غیر ضروري تجمعاتو ډډه وکړي، ځکه دا ویروس له انسان څخه انسان ته د انتقال وړ دی.
په هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره زیات کړي او همدا راز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه ریزرف شي.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړي کمېټې ایجاد او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ډېر ژر پیل شي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هېواده وغواړي څو، د افغانانو د ایستلو (دیپورټ) لړۍ ودروي.
په همدې ترتیب د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو ته سپارښتنې وشوې، څو د راتلونکو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د تجارت او ټرانزیټ د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته