ټولنه

د يوې کورنۍ اته غړي د هلمند په سيند کې ډوب شول

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د يوې کورنۍ ۸ غړي په هلمند کې په سيند کې د دوى د بېړۍ د ډوبېدو له امله مړه شول.
په قربانيانو کې درې ښځې، درې ماشومان او دوه نارينه شامل دي چې غوښتل يې  د کجکي ولسوالۍ له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په بېړۍ کې لاړ شي.
د کجکي ولسوالۍ يو ستر سيند لري چې کليوالي خلک نورو کليو ته د تګ راتګ لپاره له بېړيو څخه استفاده کوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل چې په پېښه کې د يوې کورنۍ اته غړي ډوب شول.
په دې بېړۍ کې د اتو تنو په ډبېدو سربېره، يو موټر او درې موترسايکلونه هم لېږدول کېدل.
ځواک وايي چې ښايي په بېړۍ کې زيات بار د دغې بېړۍ د ډوبېدو سبب شوی وي.
ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته