ټولنه

په هرات کې سلګونواړو کورنيومرستې ترلاسه کړې

٤- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
په هرات کې په سلګونو اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
دغه کورنۍ د دوى په سيمه کې د ډآر اچوونکو ډلو د شتون او فعاليت له امله بېځايه شوي دي اوموقت کور ، خوړو، جامواو درملو ته اړتيا لري .
د هرات يوسيمه ييز مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې ٤٠٠ کورنيو اوړه، غوړي، دال ، لوبيا، مالګه او د ماشومانو لپاره مغزي توکي ترلاسه کړل.
دغه مرستې د نړيوالو مرستندويو بنسټونوله خوا چمتو شوې و .
د هرات مسوولين وايي چې د جګړه ځپلو او نورو اړو کورنيو سره د مرستو د جلبولو په لټه کې دي .
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته