امنیت

دانتخاباتو دامنيت د تامينولو په مقصد امنيتي غونډه جوړه شوه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٧
دجمهوري رياست دنوماندانو د انتخاباتي مبارزو د ښه امنيت دتامينولو په مقصد د کورنيو چارو په  وزارت کې امنيتي غونډه   جوړه شوه  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ  :
په دې غونډه کې چې د کورنيو چارو  وزير محمد عمر داود زي وويل   دانتخاباتي مبارزې پنځه ورځې تيرې شوي  دي او دهيواد دټولو ولايتونو خلکو له خوا دامن په فضا کې تيرې شوې چې دا  د هيواد دملي پوليسو د ظرفيت او ځواکمنتيا ښکارندوي دي.
د کورنيو چارو  وزير څرګنده کړه چې د کورنيو چارو وزارت له خپلو ټولو امکاناتو څخه  دانتخاباتي مبارزو  دامنيت دتامينولو لپاره استفاده کړې ده  او د پوليسو ټولو ځواکونوته دتيارسي لارښوونه شوې   ده چې له امنيتي ګواښونو سره  مقابله وکړي او دکمپاين په سيمو کې په فعال حضور سره نوماندانو ته دامنيت بشپړ ډاډ ورکړې .  له دى سره جوخت دکورنيو چارو وزارت له کانديدانو او په تيره بيا د جمهوري رياست کانديدانو څخه هيله لري چې دانتخاباتي مبارزو په وخت کې له پوليسو سره بشپړه  همغږي  ولري دامنيت  د تامينولولويه لاره کې له پوليسو سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته