کابل باخترد جوزا دمياشتي٥ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جهموریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه ماین اېښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې په غزني ولایت کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
پرون د پنجشنبې په ماښام د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو ۳۰۲ ډوله مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې پر هغه ماین وخوت چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې له امله یې زموږ د هېواد ۵ بې ګناه وګړي شهیدان او ۱۶ تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد كرزي دغه ماین اېښودنه په کلکه وغندله او دا کار یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو پر خلاف عمل وباله.
جمهور رئیس زیاته کړه: د عامو خلکو د تګ را تګ په لارو کې ماین اېښودل د هغو كسانو كار دی چې له اسلامي ارشاداتو څخه په بشپړه توګه ناخبره او د مسلمانانو او انسانانو د وژلو تږي دي.
د هېواد جمهور رئیس د دغې پېښې د قربانيانو كورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای ج له دربار څخه د سم لاسي روغتیا هیله کوي.