کابل باختر دزمري پنځمه
دملي اردو منسوبينو پرون په قندهار ولايت کې يو تن د نشه يي توکو دقاچاق په تور ونيوه .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ په نيول شوي سړى دڅلويښتو کيلوګرامو چرسو دليږدونې او دپنځوسو ايرکنديشنونو دغلا تور لګول شوي چې دملي اردو د ځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې نيول شوي دي .