خبرونهښوونه او روزنه

د لوګر په خروار کې د خلکو په شخصي لګښت ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږي

 کابل، د زمري ۲۲ مه، باختر

د لوګر په خروار ولسوالۍ کې د کوټکي ګداخېلو منځني ښوونځۍ ودانۍ د خلکو په شخصي لګښت بیا رغول کېږي چې چارې یې نن پيل شوې.

ځايي چارواکي وايي چې دغه ودانۍ د ۳۵۰ زرو افغانیو په لګښت ترمیمېږي چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب باختر آژانس ته وویل چی د دغه ښوونځي ودانۍ، چې د وخت په تېرېدو سره ډېره زړه او زیانمنه شوې ده، ټولې ویجاړې شوې برخې به یې په اساسي ډول بېرته ورغول شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به ۳۰۰ زده کوونکو ته په مناسب چاپیریال کې د زده کړې زمینه برابره شي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا