سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل باختر/ دتلې د مياشتې ٢١مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر زلمي خليلز‏‏اد جمهور رئیس ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو  وروستیو سفرونو په اړه د راپور ورکولو پرمهال وویل، د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د دوی کوښښونه ادامه لري.
جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له راپور او هلو ځلو څخه په مننې وویل، د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوو چې په افغانستان کې د  تلپاتې سولې د تامین لپاره وي.#
پاى – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته