سیاست

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دامريکا له پخواني سفير سره وکتل .

کابل باختر دتلي دولسمه:
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دامريکا له پخواني سفير رونالد نيومن سره  چې دهرات دامنيتي خبرو په څلورمه غونډه کې دګډون په مقصد افغانستان ته سفر کړى دى ، وکتل .
دبهرنيو  چارو وزارت   دوياند  دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزير له افغانستان  سره دامريکا دمرستو له امله په مننې سره  په بيلابيلو  برخوکې له افغانستان سره دامريکا د همکاريو دوام مهم او ارزښتناک  وباله .  دکتنې په  دوام دبهرنيو چارو وزير دهيواد سياسي  او  امنيتي حالات او دمخالفينو  له خوا دلنډ مهال لپاره دکندز ښار دنيول  کيدو علتونه وڅيړل  او هيله يې وکړه چې ددغه شان پيښو دتکرار دمخنيوي لپاره او دغه راز   دتروريستانوله شتون څخه ددغه ولايت او دهيواد دنورو سيمو دپاکولو په لاره کې په بشپړې  هوښيارۍ   او همغږۍ  سره جدي هلې ځلې وکړي .
دبهرنيو چارو وزير هيله وکړه چې په راتلوونکو  ورځو کې په دغه ښار او دهيواد په نوروسيمو کې  دثبات او امنيت دبيا ټيينګښت شاهد وي .
په دې کتنه کې دواړو لورو  دافغانستان  دسياسي او امنيتي حالاتو  دسولې او پخلاينې  په لاره کې دپرتو خنډونو او ستونزو او دغه راز په سيمې  اونړۍ پورې داړوندو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته