سیاست

محمد عمر داوودزي په کابل کې د فرانسې له سفیر سره وکتل

کابل/ باختر/ د مرغومي د میاشتې ۹مه د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د جمهور رییس ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا‌ء رئيس محمد عمر داوودزي نن سهار د خپل کار په دفتر کې د فرانسې هېواد له سفیر ښاغلي داويد مارتينون سره وکتل. د دې کتنې په اوږدوکې دواړو لورو د سولې او په سوله کې د ګاونډیو هېوادونو د ونډې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چاروکې د جمهور رییس ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا‌ء رئيس د سولې پر استراتیژۍ او پلانونو باندې د بحث ترڅنګ وویل: افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره د ګاونډیو هېوادونو مخلصانه مرستو ته اړتیا لري. د فرانسې سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو دوام ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې په برخه کې باید هر نوښت او هڅه د افغانانو په مشرۍ تر سره شي. نوموړي دا هم وویل چې هېواد یې چمتو دی د سولې په پروسه کې هر اړخیزه مرسته وکړي. په دې کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو سره پر اړیکو او د سولې په تړاو همغږۍ باندې هم بحث وشو. پای- ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته