
کابل، د وري ۲۱مه، باختر
د لوګر پوهنتون مسوولین وايي، چې د دغه پوهنتون کتابتون ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېل کتابونه واخیستل شول.
د یاد پوهنتون مطبوعاتي مسوول محمد نیسم محمد نسیم ریحان باختر آژانس ته وویل، چې په دغو کتابونو کې د زراعت، جیولوجي، کانونو، ساینس او روان شناسۍ برخې ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه د یو میلیون افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه اخیستل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغه کتابتون کې د شرعیاتو، جیولوجي، کانونو، زراعت او ښوونې او روزنې پوهنځیو له ۱۷ زره ټوکو زیات بېلابېل کتابونه شته، چې وخت نا وخت ترې محصلین ګټه اخلي.
لمر