سیاست

جمهوررئیس غني د چین د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

-کابل/ باختر/ د چنګاښ دمياشتې٤:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې جمهور رئیس د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د چین د بهرنیو چارو وزیر ته په چین کې د ځمکې د ښویېدنې له امله د یاد هېواد خلکو ته د اوښتو تلفاتو له امله تسلیت ووایه او افغانستان ته یې د ده سفر ګټور وباله.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د چین له همکاریو څخه په مننې وویل، چین نه یوازې د افغانستان ښه ګاونډی، بلکې زموږ مهم سیمه ییز شریک هم دی.
هغه همدارنګه په پلازمېنه استانه کې د چین جمهور رئیس  سره کتنه مهمه او ګټوره وبلله.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد د جمهور رئیس نیکې هیلې جمهور رئیس غني ته ورسولې او همدارنګه یې د جمهور رئیس غني له تسلیت څخه مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، پلازمېنه استانه کې ستاسو او د چین د جمهور رئیس د کتنې او موافقې په اساس زه نن افغانستان ته راغلی یم.
ښاغلي وانګ يي وویل، چین او افغانستان دوه تاریخي ملګري دي او موږ به د افغانستان د سولې او ثبات د تامینولو په برخه کې همکاري وکړو.
هغه څرګنده کړه، زما د راتګ موخه په افغانستان او پاکستان د خپلو شرایطو منل نه دي، بلکې موږ ته د سیمې ملګرتیا مهمه ده او غواړو چې له افغانستان سره په دې سختو شرایطو کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مرسته وکړو.
نوموړي وویل، افغانستان د بین المللي تروریستي ګروپونو تر برید لاندې دی، نو له دې امله باید افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي او چین چمتو دی چې د حل د عملي تګلارې د رامنځته کولو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ستونزمنو شرایطو کې د جمهور رئیس غني هڅې او ښه رهبري د قدر وړ وبلله او زیاته یې کړه، موږ وینو چې افغانستان پرمختګ کوي او چین د تاریخي دوست په توګه د افغانستان تر څنګ دی.
هغه زیاته کړه، چین به په سیمه کې د څو اړخیز روابطو د پیاوړتیا په موخه د دې ملاتړ وکړي. هغه وویل، هېواد به یې سږکال په افغانستان کې د مسکن جوړولو کار عملاً پیل کړي او د همکاریو د نوي پروګرام د پیل له مخې به په راتلونکو درې کلونو کې له افغانستان سره د چین همکارۍ زیاتې شي.
ښاغلي وانګ يي وویل، د افغانستان حکومت دې د ATIMتروریستي ډلې پر ضد چې د چین لپاره جدي تهدید دی، همکاري وکړي.
ده همدارنګه د کابل پروسې کنفرانس څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.
نوموړي وویل، چین د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د سولې تامین مهم وباله، هغه زیاته کړه: افغانستان په تروریستي ګروپونو د فشار تر څنګ د افغان وسله والو ډلو لپاره د سولې لاره هم پرانیستې او موږ د دوی د دې اقدام ستاینه او ملاتړ کوو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په استانه کې د جمهور رئیس غني او لومړي وزیر نوازشریف ترمنځ د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي او د تروریزم پر ضد د جدي مبارزې په اړه د هوکړې هرکلی وکړ او وې ویل، موږ تیار یوو چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي کې همکاري وکړو.
هغه څرګنده کړه، د جمهور رئیس غني او لومړي وزیر نوازشریف دغه کتنه او موافقه به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي، د تروریزم پر ضد د مبارزې او په دې برخه کې د نورو پرمختګونو لپاره یو اساس وي.
ښاغلي وانګ يي د شانګهای د همکاریو سازمان کې د پاکستان او هندوستان دایمي غړيتوب ته په اشارې وویل،  افغانستان د یاد سازمان څارونکی غړی دی او د دایمي غړیتوب په اړه به یې موږ په راتلونکي کې بحثونه وکړو. 
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان او پاکستان ګډ دین، فرهنګ او نور مشترکات لري چې دا د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره ګټور دي . هغه زیاته کړه، باثباته افغانستان د سیمې د ثبات لپاره ګټور دی.
نوموړي وویل، پاکستان ته په خپل ننني سفر کې به د یاد هېواد له مقاماتو وغواړم چې له افغانستان سره د اړیکو په برخه کې نور هم خپل ښه نېت څرګند او همدارنګه طالبان او حقاني شبکه کنټرول کړي چې په افغانستان کې په ملکي خلکو بریدونه ونه کړي. هغه زیاته کړه، پاکستان په طالبانو خپل اغېز لري او له دوی به وغواړو چې له دغه اغېز څخه کار واخلي ، پاکستان په دې برخه کې تیاری ښودلی او موږ به ورنه د عمل غوښتنه وکړو.
جمهور رئیس غني وویل، موږ دپاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو. هغه زیاته کړه، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اسیایي هېوادونو تر منځ د همکارۍ یو ښه فرصت برابر شوی دی او چین هم په دې برخه کې ښه ګامونه اخیستي دي .
جمهور رئیس څرګنده کړه، ،  تروریزم د دغه فرصت او همکاریو لپاره جدي تهدید دی، ځکه تروریزم تر پخوا زیات پراخه شوی او په منځمهاله خطر بدل شوی دی، نو د دغه خطر د مخنیوي لپاره باید ګډه مبارزه او همکاري وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، تروریستان کوښښ کوي چې افغانستان دبې ثباتۍ په مرکز بدل کړي، مګر موږ به هغوی ته د دې اجازه ورنکړو، ځکه افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه د انرژي، نوري فایبر، ټرانزیت او سوداګریزې راکړې ورکړې او همکاریو په برخه کې مهم رول لري.
جمهور رئیس وویل، افغانستان د چین په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په برخه کې ښه پرمختګ او لاسته راوړنې لري. هغه زیاته کړه، همدارنګه به بدخشان کې د خاص اقتصادي زون د جوړولو لپاره له چین سره په ګډه اقتصادي طرحه برابره کړو.
محمد اشرف غني وویل، د ATIMتروریستي شبکې پر ضد موږ په افغانستان کې خپل اقدامات کړي دي، مګر د چین په ګډون نور هېوادونه باید افغانستان ته د دغې او نورو تروریستي شبکو د راتګ په مخنیوي کې همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه، ATIM او نورې تروریستي ډلې یو له بل سره اړیکې لري او یو د بل ملاتړ کوي، نو له دې امله باید د دوی تر منځ د ښه او بد تفکیک ونشي، بلکې د ټولو تروریستي ګروپونو پر ضد جدي اقدام وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، تروریستي ډلې او ګروپونه په پاکستان کې دفترونه او پټنځایونه لري، هلته یې ملاتړ او د ټپیانو درملنه کېږي، نو پاکستان باید لکه څنګه چې ژمنه کړې د هغوی پر وړاندې جدي او قاطع عمل وکړي. هغه زیاته کړه،  پاکستان  کولای شي چې د  هغوی دفترونو، ازاد فعالیت او تګ راتګ مخه ونیسي.
محمد اشرف غني ټینګار وکړ، د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي او د تروریستي ډلو پر ضد د قوي او مشخص اقداماتو په موخه دې د څلور اړخېزې همغږۍ ډلې ناستې میکانیزم او دوه اړخیزو ناستو څخه استفاده وشي هغه څرګنده کړه،  موږ د سولې اراده لرو او حزب اسلامي سره د سولې د بریالیو مذاکراتو په ترسره کولو سره مو خپله دغه اراده او ظرفیت ټولو ته وښوده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو پرمهال به د افغانستان او پاکستان د اړیکو په ښه والي تمرکز وکړي او زیاته یې کړه، چین او د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین او د  څلور اړخیزو مذاکراتو د بیا پیلولو ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته