اقتصاد

‏ د وزيرانو شورا اقتصادي کميټې غونډه وکړه .

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
د وزيرانو شورا داقتصادې کميټې  غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميټې درييس  محمد کريم خليلي په مشرۍ  غونډه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه کې له اجنداسره سم داقتصاد وزارت د١٣٩٢مالي کال په دريمه ربع کې دانکشافي  پروژو دتطبيق دڅرنګوالي په باب غونډې  ته يو رپوټ  وړاندي کړ .
  ددغه وزارت د رپوټ له مخې د ١٣٩٢ مالي کال پرمختيايي بودجه چې سرجمع يي  داختياري او غيراختياري بودجې په ګډون ١٦٦ر٢٦٨٠  ډالره کيږي  په کلي توګه د امنيت ، ښې حکومتوالۍ ، طبيعي  منابعو ، پوهنې ، روغتيا ، کرنې  او دکليودپرمختيا ، ټولنيز مصوونيت داقتصاد د ادارې او دخصوصي سکتور  په پراختيا کې په ٦٢١پروژو کې پانګه  اچول  شوې  ده .
په رپوټ کې ويل شوي و چې د ١٣٩٢ کال په لومړيو نهومياشتو کې په سلو کې څه دپاسه ديرش بودجه د وزارتونو او د دولتي  ادارو په پرمختيايي پروژو کي لګيدلې ده  .
په دې رپوټ کې نا امنۍ ، تدارکاتي ستونزې ، دحوالو داجراکولو سستوالى ، دظرفيت او دماهرو ځواکونو کمښت او نور موارد د وزارتونو او د دولتي ادارو دبودجې دتطبيق د لاري پرسر پراته  خنډونه او ستونزې  وبلل شوې  خو دماليې وزارت معين  رپوټ ورکړچې د مالي کال تر پاى او دترکال لاندي پروژو تربشپړيدو پوري به دپرمختيايي بودجې دلګښت کچه په سلو کې څه دپاسه پنځوسو ته زيات شي .
په دې غونډه کې  په باريک آب  کې دبوستان سبز د فارم په قرارداد کې رامنځته شوي حقوقي  ستونزې  د ورکړى شوې ځمکې په  محدوده کې ديوې سړې خونې  دجوړولوپه دليل  چې دافغانستان دځمکې د خپلواکې ادارې له خوا غونډې ته  وړاندې شوې وڅيړل  شوې  .
په غونډه کې وويل شول چې دغه فارم په افغانستان کې دکرنې دپرمختيا په برخه
کې يوه ګټوره  پروژه  ده چې دهغې په  واسطه نږدې شلو زرو تنو بزګرانو ته  دکار زمينه برابره شوې ده .
کميټې دکرنې دپرمختيا او دکرنيزو محصولاتو دتوليد په کار کې دبوستان سبز فارم په ارزښتناک  بللو او هغه دکار په دوام باندې په ټينګار سره پريکړه وکړه چې دپانګې اچوني دملاتړ ، دکرنې دسکتور  د  ودې او دغه راز دحقوقي ستونزو دلرې کولو په مقصد دې له اتيا جريبه ځمکې څخه داستفادي په برخه کې له بوستان سبز شرکت سره قرار داد چې تجارتي استفاده  ور څخه کيږي  تجارتي لايحې ته  په پاملرنې سره تعديل شي .
دغونډې په بله برخه کې دارزښتناکو سندونو او اسهامو د پرودنې او پلورني په  لاره کې دمخورو کسانو په ګډون  د کميسيون دجوړولو په مقصد د مرکز ي بانک  په وړانديز باندې غور وشو مرکزي بانک وړانديز وکړ چې د ارزښتناکو سندونو او اسهامودپيرودنې او پلورني دقانوني مقرراتودتنظيم په مقصد دې د مخورو کسانو  په ګډون يوکميسيون جوړ شي .
کميټې په دې برخه کې  دمقرراتو دتنظيم ارزښت  ته په پاملرنې  او په هيواد کې په اقتصادي پراختيا اونظم باندې دلاسبري  په مقصد،دمرکزي بانک وړانديزتاييد کړ.
دغه راز په دې غونډه کې دکورنيوچارو وزارت دعامه محافظت او امنيتي تصدۍ معينيت په وروستيو نږدې دريو مياشتوکې د دغې ادارې کار په باب يو  رپوټ وړاندې کړ .   په دغه رپوټ کې ويل شوي و چې له غير قانوني وسله والو ډلو څخه دوسلو په راټولولو سر بيره ، په تيرو نږدي دريو مياشتوکې د دغې ادارې عوايد په  سلوکي څه د پاسه اوولس  زيات شوي دي او په راتلونکي يو کال کې به  نږدي لسو ملياردو افغانيو ته  ورسيږي .
دده دڅرګندونو له مخې :  له هغو تدبيرونو سره سم  چې تر لاس لاندي نيول  شوي  دعامه محافظت د معينيت دمنسوبينو دسر د زيان شمير چې له دې څخه مخکې په لوړه کچه  کې و،  په سلو کې   نږدي   اتيا کم شوى    دى او د لويو لارو   دامنيت  دتامينولو او دتجارتي مالونو په تيره بيا دتيلو دټانکرونو دسوځولو د  مخنيوي لپاره هم منظم تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي.
  اقتصادي  کميټې دکورنيو  چارو وزارت دعامه محافظت  دمعينيت دهڅو او هاند له امله دقدرداني  دڅرګندولو  په ترڅ کې د اړوندوعوايدو دراټولولو ، دلويو لارو دامنيت دتامينولو، دسرتيرو دسر  دزيان دکمښت  په کار کې د دغې ادارې دکړو  وړو او دهغو تدبيرونو له امله خوښي څرګنده کړه چې د اړوندو چارو په ښه والي کې ترلاس لاندې نيول شوي دي  .
دغه  راز په دې غونډه کې داسيا دکرنې او مالداري د فارم د وړانديز  په  باب کميټې   پريکړه   وکړه چې د دغه فارم مسوولين دې  دځمکې  له خپلواکۍ ادارې اودکورنيو چارو  وزارت د عامه محافظت  له معينيت سره په  همغږۍ  کې د اسيا دکرنې  اومالدارۍ  دفارم دستونزو دلرې کولو  په مقصد دحل لاره  ولټول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته