ټولنه

په نورستان کې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرېږي

کابل / غبرګولي ۹ / باختر
د اوبو د یوکانال په جوړولوسره ټاکل شوې ده په نورستان کې د سلګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شي.
دغه کانال د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت له خوا د نورستان مرکز پارون ښارپه کانتیوای کلي کې جوړ کړي.
د دغه کانال په واسطه د غره له لمنې څخه د سرچینې اوبه کرنيزوځمکوته ولېږدول شي.
د نورستان د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست مسوول باخترآژانس ته وویل چې د دغه کانال په جوړولوسره د څه نا څه ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شي.
بزګران د دغه کانال له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي ډیر کلونه کېږي د دوی کروندې کافي اوبو ته د نه لاس رسي له امله وده نه ده کړې.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته