سیاستخبرونهTOP

د لیدنو دا بهیر هم پای ته ورسېد

 کابل، د وږي٣٠ مه، باختر

پوره څلویښت کاله افغانان د یرغلونو او ظلمونو پر وړاندې په دې باور وجنګېدل، چې یوه ورځ به په خپل هېواد کې د یوه سوچه اسلامي نظام تر سیوري لاندي د آرام ساه واخلي.

بالآخره د خدای جل جلاله په مرسته او د سترو قربانیو په مټ، امریکایې اشغالګرو هم ماتې وخوړه، افغانانو خپلواکي ترلاسه کړه او تر څلوېښتو کلنو جګړو او ستړیاوو وروسته په لومړي ځل د یوه سوچه بشپړ اسلامي او مرکزي نظام څخه برخمن شول.

هغه مجاهدین چې پخوا یې د خپلواکۍ په تکل پۀ سنګرونو کې، ستونزې ګاللې، په ټینګ عزم او رزم یې مبارزه کوله، لله الحمد اوس د دې اسلامي نظام واګي په لاس کې لري او شپه او ورځ د خپل ولس په چوپړ کې دي.

له نېکه مرغه اوس مو مسؤلین او مشران هره ورځ د خپلو خلکو د ستونزو د حل لپاره په خپلو دفترونو کې له خپلو مشترکینو او مراجعینو سره پۀ ورین تندی لیدنې او غونډې کوي او د ستونزو تر اورېدو وروسته یې د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کوي.

له شک پرته په ولس باندې پوښتنه کول، له حال څخه یې ځان خبرول، په غم او خوښۍ کې یې شرکت کول، ستونزې یې له نږدې اورېدل او خپل نظریات ورسره شریکول؛ هغه څه دي، چې د یو اسلامي حکومت په دندو کې راځي او اوس یې له نېکه مرغه زموږ ټول مسئولین په عملي توګه تر سره کوي.

د نورو ولایتونو په څېر په بلخ ولایت کې د ولایت مقام په ګډون زموږ ټول حکومتي او ملکي ادارې د خپلو خلکو په چوپړ کې دي، دروازې یې د خپلو خلکو پر مخ خلاصې دي او د خپلو خلکو ستونزې آوري او حل کوي یې.

د دې ترڅنګ د بلخ والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه او ور سره مل لوړ پوړي پلاوي د بلخ له ټولو ولسوالیو څخه وخت په وخت لیدنې ترسره کړې او له خپل ولس سره یې له نږدې کتلي او د هغوی ستونزې او مشکلات یې اورېدلي دي.

د دغو لیدنو په ترڅ کې د خلکو داسې شخصي بدۍ”قتل موضوع‌ګانې” او نورې ستونزې هم حل شوې، چې له امله یې د دواړو لوریو تر منځ د درنو مرګو ژوبلو لامل شوې وې.

په ولسوالیو کې د خلکو تر لیدنو وروسته والي او ورسره مل پلاوي د مزارشریف ښار د ټولو حوزو او ناحیو له ولسي خلکو سره هم وکتل.

نوموړي د هغوی د احوال پوښتنه وکړه، نظریات او ستونزي یې واورېدلې او د حل په موخه یې کوټلي ګامونه پورته کړل.

د دې بهیر وروستۍ لیدنې پرون د مزارشریف ښار نهمې امنیتي حوزې او ناحیې اړوند عام ولس سره ترسره شوې او د یادو حوزو او ناحیو د خلکو نظریات او ستونزې واورېدل شوې او اړوند مسئولینو ته د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وشوې.

په حقیقت کې د مسئولینو دا راز لیدنې د دې لامل کېږي، چې د ولس او حکومت تر منځ همغږي نوره هم زیاته شي، د حکومت او ولس تر منځ واټن ختم شي او ستونزې هېڅ پیدا نه شي.

اوس د یو کال په اوږدو کې د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د بلخ سیمه ييزې ولایتي ادارې له خپل ولس سره دومره نږدې اړیکې پیدا کړې، چې په تېر وخت کې یې هیڅ بېلګه نه ده لیدل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت یو زیات شمېر خلکو په خواله رسنیو کې هم د بلخ د ولایتي ادارې او ټولو امنیتي ارګانونو څخه یې د زړۀ له تله مننه کړې.نو همدا لامل دی چې د بلخ ولسي خلک له خپل حکومت څخه خوشحاله دي، بشپړ امنیت لري او د حکومت او ولس ترمنځ هېڅ واټن نه دی موجود.

دا چې د افغانستان اسلامي امارت مسئولین د خپل ولس له منځ څخه راټوکېدلي او نظام هم د همدې ولس څخه جوړ شوی دی؛ له همدې امله دا هڅه روانه ده چې د خپلو هېوادوالو لپاره داسې خدمات تر سره شي، چې تر دې وړاندې یې هېڅ بېلګه موجوده نه وي.

د یادونې وړ ده چې د یو کال په تېرېدو سره ټولې حکومتي ادارې د پام وړ لاسته راوړنې او پرمختکونه لري چې بشپړ امنیت، د سترو ملي پروژو پیل او جریان، په ادارو کې بشپړ شفافیت یې د یادولو وړدي.

خدای جل جلاله دې زموږ دا حکومت تلپاتې لري او د لازیاتو پرمختګونو او لاسته راوړنو په هیله یې.

لیکوال: نوراني “عزام”

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا