ټولنه

کابل ښاريانو په واټونو کې داوبو دراټوليدوپه خاطر په کابل ښاروالۍ نيوکه وکړه

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٥ :
دکابل ښار په ځينو واټونو کې دواورې اوباران پرله پسې اورښتونو  کابل ښاريان له زياتو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.
ځينو ښاريانو دکابل ښاروالۍ په مسوولينو   په انتقاد سره وويل : سره له دې چې  دزياترو واټونو په غاړو کې ويالې  جوړې شوي دي  خو ددغو ويالو دنه څارنې په نسبت  لا تراوسه پورې هم   دښارپه واټونو کې زياتې اوبه راټوليږي او دلارويانو او آن دترانسپورتي وسايطو  دستونزو سبب  کيږي .
دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې : دخيرخاني مينې دلب جر  او دښځينه بڼ دڅلورو لارو ، دکابل ښاروالۍ دتنطيف درياست ، دقلعه فتح الله واټ ، ددويم او دريم پروان دواټونو  او دچهار قلعه او  چهاردهي دواټونو ،  دعبدالعلي مزاري واټ ،  دريم مکروريان اوپه کابل ښارکې  دځينو نورو ساحو په  ګډون سيمې له دوو ورځو را په دې خوا دواورې او باران داوبو دراټوليدو له امله په ډنډونو بدلې شوي دي او دخلکو او آن دترانسپورتي وسايطو  دتګ راتګ مخه نيسي .
دکابل ښاريو تن اوسيدونکى ميروس  دکابل ښاروالۍ په مسوولينو په انتقاد سره وويل : له لسو کلونو را په دې خوا  دکابل ښار په واټونو کې داوبو دراټوليدو له ستونز سره مخامخ يو  له زياتو لګښتونو سره بياهم بنسټيز کارونه نه دي شوي او ستونزې نه دي حل شوي .
دکابل ښاريو بل اوسيدونکى  نيازمحمد دباخترآژانس له خبريال سره په خبرو کې دکابل ښاروالۍ له مسوولينو څخه غواړي چې دغه ستونزه دې په اساسي ډول حل کړي.
په کابل ښارکې ټکسي چلوونکي محمد اسلم وايي  موټر چلوونکي دده په شان  په واټونو کې  له زياتو ستونزسره لاس او گريوان دي  .
ده زياته کړه زياتره وسايط  دواټ  دغاړو په ويالو کې لويږي ځکه چې  ويالي له اوبو ډکې دي او  ويالي دليدلو وړ نه دي .
ده هم له کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل  چې دکابل ښار په زياترو واټونو کې داوبو دراټوليدو  ستونزې ته د حل اساسي لاره پيدا کړي او دغه ستونزه دې پاى ته ورسوي.
دباخترآژانس خبريال دکابل ښاريانوله خوا طرحه شوي  ستونزې دکابل ښاروالۍ  دخپرونو له رييس عبدالقادر آرزو سره طرحه کړې  ده وويل :  چې په  واټونو کې داوبو دراټوليدو موضوع دکابل ښاروالۍ دتنظيف په رياست پورې اړه لري  خو دتنظيف رييس  نثاراحمد حبيبي هم څرګنده کړه چې دغه موضوع په دغه رياست پورې اړه نه لري  او بايد  دهېواد  دکاناليزاسيون اداره د کانالونوپه  جوړولو سره دغه ستونزه حل کړي .
حبيبي په داسې  حال کې  چې له خپلو کارکوونکوسره   دلب جر په ساحه کې له واټ څخه داوبو  په تشولو بوخت و ، وويل : په ښارکې د کانالونو جوړول دښاروالۍ  دنده نه ده په هر صورت ښاريان حق لري  چې دخپلو ستونزو دحل کولو لپاره دانتقاد ګوته  دمسوولينو په لور  اوږده کړي  .  خو دا چې په واټونو داوبو دراټوليدو دستونزې  حل کول  دکومې ادارې  مسووليتونه دي  په دې اړوند دقيقه پته هم له ښاريانو سره نشته.
دا چې مسوولين خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي  خلک په دې باب قضاوت کوي.
له انديښنو ډ که  موضوع دا ده چې زموږ په هيواد کې  مسوولين  دهغې ساحې په باب چې مسووليت ورته سپارل کيږي لازم معلومات نه لري . ستونزه له يوه مسوول څخه بل مسوول ته  اړوند بولي دا چې   اساسي ستونزه  په کوم ځاى کې ده ټول پوهيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته