سیاست

د مارشال فهیم په دفاعي پوهنتون کې جامع جومات پرانستل شو

-کابل باختر د وري  اتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د مارشال محمد قسیم فهیم په دفاعي پوهنتون کې یو جامع جومات پرانست .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د مارشال محمد قسیم فهیم په دفاعي پوهنتون کې دغه جومات د ترکیې په مالي مرسته جوړ شوی، چې په یوه وخت د سلګونو لمونځ کوونکیو ظرفیت لري. اجرائيه رئیس د جومات دپرانستلو پر مهال له ترکیې مننه وکړه.
همدارنګه د هېواد اجرائيه رئیس په دغه پوهنتون کې کتابتون او پوځي موزیم هم وکتل او په دې برخه کې یې د مسوولینو شوې هڅې وستایلې. اجرائيه رئیس د دغه کتابتون د خاطراتو په کتاب کې هم خپله خاطره ثبت کړه.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا