امنیت

يو ١٢کلن تنکى ځوان دتروريستي بريد له ترسره کولو مخکې ونيول شو

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٢٩:
يو ١٢کلن تنکى ځوان   چې دډار اچوونکو له خوا د ځانمرګي بريدلپاره  چمتو کړاى شوى  و  دکورنيو چارو وزارت داستخباراتو دموظفينو له خوا ونيول شو.
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ:
محمد يعقوب د شيرمحمد زوى دلومړنيو تحقيقاتو په بهيرکې اعتراف کړى دى  چې  دطالبانو دتروريستي ډلې له خوا يې  دملا عبدالغفور تر سرپرستۍ لاندې دکندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ دآق تيپې کلي په ساحه کې د جمعه  خاني  په نامه  په تروريستي روزنيز مرکز کې  دتروريستي فعاليتونو لارې چارې زده کړي دي  او شل ورځې مخکې موظف کړاى شو چې په  چاوديدونکو توکو بار يو کرولا موټر دکابل ښار په يوه  ګڼ ميشته ساحه کې په داسې ډول وچووي چې لومړۍ تروريست بايد موټر وچووي  او دويم  تروريست  دخلکو په ګڼه ګوڼه کې چې  له  چاودنې وروسته  رامنځته کيږي په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي.
ده په کابل کې دتروريستي بريد له ترسره کولو مخکې  له فرصت څخه په استفادې سره له اميرنومي څخه  وتښتيدل او غوښتل يې چې بيرته دکندز ولايت ته لاړ شي چې  دپوليسو داستخباراتو دلوى رياست دموظفينو په هلوځلو سره وپيژندل شو او ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته