ښوونه او روزنه

د لوګر ولايت ښوونکي د لوست ورکولو له نويو لارو چارو سره بلديږي

 پل علم باخترلړم دمياشتې ٨ نيټه  :
د لوګر ولايت د ښوونځيو د ښوونکو د ظرفيت د لوړولو په موخه يو ورکشاپ  جوړ شو.
د لوګر ولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې رياست له خوا  د دغه ولايت د بره کي برک، څرخ، خوشي او د محمد آغې د ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز د ښوونځيو پنځه سوه تنو ښځينه او نارينه ښوونکو ته  د دولسو ورځو لپاره جوړ شوى دى.
ده وويل چې په دغه ورکشاپ کې ښوونکو ته دلوست ورکولو دنويو لارو چارو په باب معلومات ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته