امنیت

په ننګرهار کې دوه تنه داعشیان ووژل شول

جلال اباد باختر د کب دمیاشتې ۲۹ مه
د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په کوټه ګۍ سیمه کې دوه تنه داعش وسله وال ووژل شول.
ځایي چارواکي وايي چې دغه داعش وسله وال تېره ورځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې، تېره ورځ د دوو تنو داعشیانو د وژل کېدو سربیره یو تن د وسله والو  طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.
هغه زياتوي چې نيول شوى کس اوسمهال تر پوښتنو لاندې دى.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته