ښوونه او روزنه

دليک لوست د زده کړي له کور سو نو څخه څه دپاسه پنځلس زره تنه فارغ شول

پلخمريباختر د سلواغى ٢٢ مـــــــــــــه

په بغلان ولايت کې دليک لوست د زده کړي د کور سو نو زده کونکي له نهه مياشتنې زده کړي وروسته فارغ شول

دبغلان ولايت د پو هنې رياست د ليک لوست د زده کړي امر غلام قادر جمشيد دباختر ا طلاعاتي ا ژانس ته وويل دبغلان ولايت له پنځلسو اداري وا حدونو څخه دليک لوست دزده کړي د کورسو نو پنځلس زره شپږ سوه دولس تنه زده کوونکى چې له دي جملى څخه اووه زره څلور سوه اته څلويښت تنه يې ښځي او نجو نې اونور يې نارينه دي د ليک لو ست د زده کړي په نهه سوه اوولسو کورسو نو کې له نهه مياشتې زده کړي وروسته فارغ شول.

دليک لوست د زده کړي امر په ټوليزه تو ګه دليک لوست د زده کړي د ښوونکو شمير څلور سوه اتيا تنه و باله او زيا ته يي کړه چې له دې جملى څخه دوه سوه دوه ديرش تنه يې ښځينه ښوونکى دي

 ده دليک لوست له اداري سره د همکارو مو سسو له دي جملي څه د هبيتا ت ، ډبليو ، اف، پي ، يو نيسف ، سي ، تى ، اى ، د  اقا خان د پرمختيا يي شبکى او اکتيد رول مهم او اساسي و باله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته