سیاست

دناتو جګپوړی ملکي استازی: په افغانستان کې سوله د ناتوکاري لومړيتوب دى

کابل باختر د کب شلمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د افغانستان لپاره د ناتو له جګپوړي ملکي استازي نيکولاس کي سره وکتل.
  د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې صلاح الدين رباني له افغانستان سره د ناتو سازمان له همکاريو څخه قدرداني وکړه.
د ناتو جګپوړي ملکي استازي هم په افغانستان کې سوله، د ناتو کاري لومړيتوب وباله او په همدې حال کې يې له تروريزم سره په جدي مبارزې ټينګار وکړ.
دواړو لورو په دوحه کې د سولې، د سولې د ټيګښت د شرايطو، د طالبانو او د افغانستان دولت د استازو ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو د زمينې د برابرولو او د جمهوري رياست د راتلوونکي انتخاباتو په باب خبرې اترې وکړې .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته