امنیت

په غزني کې دوسله والو طالبانو دسردروند زيان.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٧
په غزني ولايت کې دنويو جګړو په بهير کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې تيره شپه هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په قره باغ ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
په غزني ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ده وويل په دې پيښه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې شپږ تنه وسله وال طالبان دغزنى ولايت په ده يک ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه جګړه په امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښته دپوليسو دغه قوماندان وايي چې په دې پيښه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان  نه دى اوښتى په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې درې تنه وسله وال طالبان داندړو په ولسوالۍ او دغزنى ښارته څيرمه دجګړو په بهير کې ووژل شول په دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دپوځيانو له خوا ډزې وشوې.
ويل کيږي په دې جګړه کې دوسله والو طالبانو څو جنګي وسايل دپوځيانو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته