ټولنه

د استقلال ليسې د راى ورکولو مرکز مسوول: د راى ورکولو بهير ښه پرمخ ځي

– کابل /دتلې ٦مه /باختر
تر نن غرمې پورې ٣٠٠ نارينه او ٢٠٠ ښځو د استقلال ليسې د راى ورکولو په مرکز کې خپلې رايې کارولې دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له پروګرام سره سم په دغه مرکز کې بايد نن له غرمې وروسته تر ٣ بجو پورې ٤٠٠ نارينه او ٢٧٩ ښځې خپلې رايې وکاروي.
په دغه مرکزکې د ښځو برخې مسوولې ماجبينې وويل چې د راى ورکولو بهير  ښه پرمخ ځي.
په همدې حال کې د دغه مرکز مسوول عبدالمتين وويل چې په دغه مرکز کې کتوونکي، کانديدان او مشاهدان ټول شته او تر اوسه پورې داسې کومه ستونزه نه ده پيدا شوې چې د راى ورکوونکو پر مخ خنډ شي.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته