سیاست

ډاکترعبدالله: د انتخاباتي اصلاحاتو عملي کيدل د افغانستان او د نړيوالې ټولنې کډه ژمنه ده

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٧

د هيواد اجراييه رييس نن په کابل کې د اروپا د اتحاديې له سفير سره وکتل او په سياسي او امنيتي برخوکې د وروستيو بدلونونو ، پرمختګونو، حکومتوالۍ او د نورو چارو په باب يې خبرې وکړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

په دې کتنه کې د هيواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله او د اروپا د اتحاديې سفير فرانز ميشل ميليبن ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ټولنيز- سياسي حالت او شرايطو ښه کول د ملي وحدت د حکومت او د افغانستان د نړيوالو ستراتيژيکي همکارانو او ملاتړو ګډه اړتيا ده.

دغه راز دواړو لورو د دموکراسى الزاميت له نړيوالو همکارانو سره د افغانستان اړيکوکې يو مهم او اساسي اصل وباله او په افغانستان کې د دموکراسى د تحقق لپاره يې د شرايطو برابرول ضروري وبلل.

په دې کتنه کې د هيواد اجراييه رييس د سياسي موافقه ليک د ضروري لارښود له مخې د انتخاباتي اصلاحاتو د خبرو د پيلولو او اجرا کيدو خبر ورکړ او ويې ويل: ((د انتخاباتي اصلاحاتو کميسيون په ډير لنډ ممکن وخت کې خپل کار پيلوي او د دغه کميسيون د کار له پيل کيدو سره جوخت د هيواد د ملي شورا د کار د دوام په باب هم تصميم نيول کيږي چې د هيواد ملي شورا د انتخاباتي اصلاحاتو د کار د بشپړيدو او د ملي شورا او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو تر وخته پورې خپل کارته دوام ورکړي.))

دغه راز اجراييه رييس په دې کتنه کې د سترې محکمې عالي شورا ته د ميرمن انيسې رسولي لارې موندل يونيک ګام وباله او زياته يې کړه چې د ميرمن رسولي شتون په هغې علمي او تخصصي ځواکمنۍ سره چې لرې يې؛ کولاى شي زمونږ په عدلي قضايي نظام کې د اصلاحاتو په رامنځته کولوکې له پخوا زياته مرسته وکړي او عدالت د ښځو د برلاسى کچې هم په جدي توګه پياوړې او ملاتړ کړي.

د اروپا د اتحاديې سفيرهم د ملي وحدت د حکومت د مشرانو دغه تصميم مهم او ارزښتناک وباله او د سترې محکمې په عالي شورا کې يې د ميرمن رسولي غړيتوب په عدالت د ښحو د لاسبري په برخه کې يو مهم ګام وباله او دغه مسئله يې له هيلو ډک يو کار وباله.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته