کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
په نږدې راتلونکې کې دهرات ښار په مرکزي واټ کې دښاري نظم دچارو دسمون او احياکولو په خاطر عملي اقدام کېږي .
دښاري دسمون دکمېسيون غونډه دښاري نظم داحياکولو دلارو چارو دلټولو په مقصد پرون دهرات ولايت دمرستيالې اوسرپرستې مونسې حسن زاده په مشرۍ جوړه شوه . په دې غونډه کې دترافيکي ګڼه ګوڼې ، دلارې دبندېدو دمخنيوي او دموټرسايکلونو دتګ راتګ دتنظيمولو او دنقليه وسايطو دپارک په اړه خبرې اترې وشوې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،ددغې غوڼډې دپريکړې له مخې، دهرات ښاروالۍ اودترافيکو مديريت مکلف شول چې په عمومي واټونو کې دترافيکي نښو نښانو ددرولو په برخه کې اقدام وکړي .
په همدې ترتيب دهرات امنيه قوماندان موظفه شوه چې دښاري او ترافيکي نظم دسرغړونکو سره دې جدي چلند وکړي .
ختم _ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل