فرهنګ

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هرات پنځم څلي د لوېدو د مخنیوي لپاره بېړنۍ کمېټه جوړه کړه

کابل/ د وږي ۱۳ مه / باختر

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست او نوماندوزیر محمد طاهر زهیر په مشرۍ نن د هرات د پنځم څلي د لوېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو د نیولو په موخه یوه غونډه جوړه شوه او همدارنګه یوه بېړنۍ کمېټه هم جوړه شوه.

د باخترآژانس خبریال د رپوټ له مخې؛ په دې غونډه کې، چې په اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کې جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهنر اوفرهنګ معین پوهاند محمد رسول باوري، د دغه وزارت د تاریخی آبداتو، لرغونپېژندنې اوملي موزیم رییسانو، د یونسکو د فرهنګي څانګې رییس او همدارنګه د بېلابېلو بنسټونو کارپوهانو اود پوهنتون استادانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په دې غونډه کې څرګنده کړه چې د روایتونو له مخې په هرات کې شاوخوا دولس څلي وو؛ خو اوس یوازې څو څلي پاتي دي. محمد طاهر زهیر د هرات د پنځم څلي د لوېدود احتمال په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې اوس په هرات کې څلور ثابت څلي شته  او پنځم څلی نږدې یو مترکوږ شوی دی او د لوېدو له خطر سره مخ دی. د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست له یونسکو او ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د دغه څلي د لوېدو په مخنیوي او د هغه په ټینګولو کې مرسته او همکاري وکړي. وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د تاریخي آبدو رییس دیپلوم انجنیر عبدالاحد عباسي د هرات پنځم څلي په اړه انځوریز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغه څلی ۴۲ متره لوړوالی لري او د ګوهرشاد بېګم مدرسې په یوه څنډه کې ولاړ دی. هغه زیاته کړه: سره له دې چې پخوا د هرات د پنځم څلي د ټینګولو لپاره یو څه کارونه شوي دي؛ خو د وخت په تېرېدو سره او همدارنګه د طبیعي پېښو او تېرو جګړو له امله دغه څلی یو متر کوږ شوی دی او اوس د لوېدو له خطر سره مخ دی.

د غونډې ګدونوالو د هرات د پنځم څلي د لوېدو د مخنیوي او د هغه د ټینګولو لپاره خپل وړاندیزونه او نظریې وړاندې کړي. همدارنګه په غونډه کې د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس، د هرات پوهنتون استادانو او همدارنګه یو شمېر کورنیو او بهرنیو کارپوهانو د ویډیو کنفرانس له لارې خپلې نظریې او لیدلوري څرګند کړل.

 د غونډې په پای کې د هرات پنځم څلي په اړه د  ټولو مسایلو د تعقیبولو په موخه یوه بېړنۍ کمېټه جوړه شوه چې په هغې کې د تاریخي آبدو رییس، د لرغونپېژندنې  ریس او د هرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس او همدارنګه د یونسکو د فرهنګي څانګې رییس غړیتوب لري.

همدارنګه پرېکړه وشوه چې د هرات له والي وغوښتل شي چې د هرات پنځم څلي د لوېدو د مخنیوي لپاره ټول احتیاطی اقدامات ترسره کړي او هغه لارې چې د منار شاوخوا ته دي، وروورو د موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړي. همدارنګه له ټولو ملي او نړیوالو کارپوهانودې وغوښتل شي چې د هرات د پنځم څلي د لوېدو د مخنیوي لپاره خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړي. بېړنۍ کمېټه مکلفه ده چې هرات ته  د افغانستان د مسلکی او تخصصي بنسټونو د یو شمېر کارپوهانو او همدارنګه ایټالوي کارپوهانو چې اوس په غلغله ښار کې کار کوي، د سفر اسانتیا برابره کړي. دا کارپوهان دې د څلي له مطالعې وروسته خپل ګډ لیدلوری وړاندې کړي. همدارنګه یونسکو دې د هرات د پنځم څلي په اړه پخوا د ترسره کړیو څېړنو  پایلې له اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سره شریکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته