امنیت

په قندهارکې د اوو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

قندهار باختر د لیندۍ ۲۵ مه
د قندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ په سرو څاهانو سیمه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوریې ټپیان شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه له افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د قندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دې نښته کې د وسله والو طالبانو مړي او وسلې د جنګ په ډګر کې پاتې دي.
ویل کېږي په دې نښته کې چې شاوخوا درې ساعته یې دوام وکړ، درې تنه پوله ساتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته