
کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د مالیې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ماليې وزرات په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، سرپرست وزیر له افغانانو سره د ملګرو ملتو سازمان د بشري مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې بشري مرستې دې له دولتي ادارو سره په همغږۍ ترسره شي او د بشري مرستو ترڅنګ دې په پراختیایي برخو کې هم مرستې وشي.
هغه څرګنده کړې چې اوسمهال د مالیې وزارت ټولې چارې په بشپړ شفافیت او مسلکي ډول پر مخ وړل کېږي او ټول عواید د سیسټم له لارې په شفاف ډول راټولېږي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې، په افغانستان کې د اقتصادي ثبات د ساتنې، ملي بودجې د جوړېدو او د عادي بودجې ترڅنګ د پراختیایي چارو د ترسره کولو له امله د مالیې وزارت د رهبرۍ فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلې دي او ډاډ یې ورکړی چې د ملګرو ملتو سازمان، له افغانستان سره مثبت تعامل او بشري مرستو ته دوام ورکوي.
وهاج