امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول

کندز باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه  :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون د کندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې           ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ د امام الدين په درې لارې کې د ملي اردو د هوايي او ځمکينو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
جمشيدي زياته کړه چې همدا اوس د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوتونوله خوا د  جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې د نويد_ ٥ عمليات، د فارياب ولايت   د قيصار او غورماچ په ولسواليوکې د نويد_ ٦ عمليات، دکندز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د پامير- ١٤ عمليات او د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د البرز_ ١١ عمليات دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته