خبرونهامنیت

په سلګونو سرتيري د هرات د پوليسو له روزنيز مرکز څخه فارغ شول

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر
د هرات والي شيخ الحديث نور احمد اسلام جار پرون د اسلامي امارت د ۵۵۵ سرتيرو د فراغت په غونډه کې چې د لويديځ زون د اسلامي پوليسو د ښوونې او روزنې له مرکز څخه د مسلکي تعليماتو له زده کړې وروسته فارغ شوي وو، ګډون وکړ.
د لويديځ زون د اسلامي پوليسو د روزنې د مرکز قوماندان مولوي محمد اسماعيل هدايت وايي، چې دغه فارغان د لويديځ زون له ولايتونو څخه دي چې په فکري او نظامي برخو کې یې زده کړې بشپړې کړې.
د هرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار وويل، چې د اسلامي امارت سرتېری له مخلوق او خالق سره لوړې درجې لري او هیله لري چې د افغانستان د اسلامي نظام د عسکرو ټول کړه وړه له اسلامي شريعت سره برابره وي.
د هرات والي وويل، چې د جنايي جرمونو دوسيي دې د شريعت له مخې وڅيړل شي.
يو ديني عالم شيخ الحديث مولوي صبغت الله په خپلو خبرو کې فارغانو ته وويل، چې پوليس د ښار ساتوونکي دي او له فارغانو يې وغوښتل، چې د خلکو د امنيت په تامينولو کې له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.
د غونډې په پاى کې فارغانو او استادانو ته ستاينلیکونه او تصديق ليکونه ورکړل شول.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته