خبرونهاقتصاد

د مالیې سرپرست وزیر: د پکتیا ګمرک ستونزو ته به ژر رسېدنه وشي

کابل، د تلې ۹مه، باختر

د مالیې سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري، پکتیا ته د سفر په بهیر کې، د دغه ولایت له ګمرک څخه لیدنه وکړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یاد وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مالیې سرپرست وزیر د پکتیا له ګمرک او په ډنډپټان ولسوالۍ کې له صفري نقطې څخه لیدنه کړې او هلته یې د ارکان له رئيس مولوي حزب الله، سیمه ییزو مسئولینو او پوځي او ملکي چارواکو سره د ګمرک د پراختیا، د انګړ دېوال جوړولو، د موټرو د تمځای د پراخولو او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز سرپرست وزیر، د پکتیا ګمرک له مسئولینو، کارکوونکو او نورو دولتي چارواکو سره په لیدنه کې، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او ژمنه یې کړې، چې د ګمرک ستونزو ته به ژر رسېدنه وشي.

په ورته وخت کې، مسئولینو ته سپارښتنه کړې، چې د ګمرک د انګړ دېوال جوړ، د موټرو تمځای پراخه او د ګمرک د پراختیا کارونه ژر تر ژره پیل او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادوني وړ ده چې د مالیې سر‍پرست وزیر د یوه کال په موده کې، د هېواد له یو شمېر ګمرکونو او مستوفیتونو څخه له نږدې لیدنه کړې او د چارو د ښه والي لپاره یې مسئولینو ته لازمې لارښوونې کړي او د هغوی ستونزې يې اورېدلې دي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا