ټولنه

په پنجشير ولايت کې داقليم دبدلون دادارې کړه وړه مثبت وبلل شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٣  :
په پنجشير ولايت کې داقليم دبدلون د دفتر کړه وړه مثبت وبلل شول.
دغه دفتر يو کال کيږي چې دبوټو دساتنې  ، طبيعي منابعو ، بشري منابعو ، مالدارۍ  او دکرنيزو انکشافي پروژو دتدارکاتو دمديريت په برخو کې  په پنجشيرولايت کې  فعاليت کوي.
په پنجشيرولايت کې  داقليم دبدلون ددفتر مسوول سليمان وطنيار دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ دکرنيزو آفتونو او ناروغيو دمخنيوي په لاره کې په څلويښتو تنو بزګرانو دنسخو ويش ، دبڼوالۍ په باب  يوسلو پنځوسو تنو بزګرانو ته لارښوونه  ، ددشتک  او مارايلاق دفارمونو دخړوبولو دکانالونو   جوړول ، دغرنيو بادامو داتلسو کيلوګرامو تخمونو راټولول  او په درې جريبه ځمکه کې  دتخمونو دکرکيلې دساحو جوړول ددغه دفتر يو کلن فعاليتونه دي  چې دولايت په کچه ترسره شوي دي.
دا په داسې حال  کې ده چې دپنجشيردولايتي شورا رئيس عزم الدين مرزايي
تيره اوونۍ  ديوې غونډې په ترڅ کې ددغې ادارې کړه وړه وستايل  او دستاينې
لوحه يې  وطنيار ته ورکړه.
ويل کيږي  چې   داقليم دبدلون دفتر يوازينۍ دونر دى  چې  دپنجشيردکرنې او اوبولګولو له ادارې سره په همغږۍ کې  کار اوفعاليت کوي.
دپنجشير دعنابه ښوونځي زده کوونکې حديثه وايي چې ددغه ولايت  خلک   دپخوا په څير  دخپل  ژوندانه دچاپيريال اوښار نظافت ته پاملرنه نه کوي، کثافات   په تيره بيا پلاستيک په بيلابيلو ساحوکې تر سترګو کيږي.
دا وايي تر هغه وخته پورې چې خلک دخپل  چاپيريال دساتنې اوپاکوالي په برخه کې پاملرنه ونه کړي  ددې امکان نشته چې  چاپيريال سالم پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته