امنیت

په جوزجان کې ٢١ کسان د جنايي جرمونو په شک ونيول شول

کابل / د تلې٢١مه / باختر:
د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو٢١ کسان د جنايي جرمونو د ترسره کولو په شک د جوزجان په مرکز کې ونيول.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په جوزجان کې د اسلامي امارت امنيتي مسوولان وايي دغه کسان د تښتونې، د نشه يي توکو قاچاق، غلاو او له الکولي مشروباتو څخه د استفادې په تړاو د دغه ولايت مرکز شبرغان ښار له مربوطاتو څخه نيول شوي دي.
د جوزجان امنيتي مسوولانو د ياد ولايت له ټولو ښاريانوڅخه وغوښتل چې په خپلو سيمو کې د امنيت د تامينولو او د جرمونو په کمښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته