خبرونهاقتصادTOP

د مالیې وزارت سرپرست د قوش تېپې د ملي کانال د چارو څخه لیدنه وکړه

کابل، د لېندۍ۱۸مه، باختر
د مالیې وزارت سرپرست مولوي هدایت الله بدري بلخ ولايت ته د سفر په ترڅ کې، د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرایوي رییس الحاج عبدالرحمن عطاش، د بلخ والي محمد داود مزمل او مل پلاوي سره يوځای د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه.
مولوي هدایت الله بدري د قوش تېپې کانال له چارو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې اسلامي امارت ژمن دی، تر څو د دې سترې او ملي پروژې چارې په هر ډول شرایطو کې بشپړې کړي او ټول لګښت به یې د هېواد له داخلي عوایدو پوره کېږي.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له راغلي پلاوي مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د کانال د کیندنې چارې په ډېرې چټکۍ د ۳۲۵۰ ماشینرۍ له لوري پرمخ وړل کېږي او هڅه کوي، چې د دې سترې او ملي پروژې چارې په ښه کیفیت او کمیت بشپړې شي.
د يادونې وړ ده، چې د قوش تېپې کانال د هېواد په تاریخ کې له سترو او ملي پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد په شمال کې شاوخوا درې نیم میلیونه جریبه شاړې او بې حاصله ځمکې خړوبې شي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا