– کابل/ د غوايي٣٠مه/ باختر
کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل د کمپنۍ په څلور لارې کې د اسلامي او تاریخي سمبول (د بیت المقدس نښان) پرانیسته وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ کابل ښاروالۍ دغه اسلامي او تاریخي سمبول د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د پغمان او چهاردهي د شهیدانو د څلور لارې په سیمه کې جوړ کړی دی.
د پرانېستې مراسم چې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د کابل ښاروالۍ یو شمېر مسوولینو او د کابل ښاریانو په ګډون جوړه شوې وو،کابل ښاروال وویل چې د تاریخي، فرهنګي او اسلامي میراثونو د ساتنې او د کابل ښارد ښکلو منظرو او پراختیا په برخه کې بيلابيل پروګرامونه ترلاس لاندې دي چې په خپل وخت سره به پلي شي.
د کابل ښاروال يادونه وکړه، چې دغه پروګرامونه په کابل کې د اصيل افغاني او اسلامي فرهنګ د ساتنې او ژوندي کولو او همدارنګه د کابل په انځور کې د مثبت بدلون راوستلو په موخه پلي کېږي.
نوموړي دغه راز د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رياست مسوولين وهڅول، چې د کابل ښار ښکلا لپاره فرهنګي او اسلامي نښانونه او پروګرامونه جوړ کړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سمبول د اسلامي، تاريخي ارزښتونو او د کابل ښار د فرهنګي ميراثونو د ساتنې پر بنسټ، د دوو مياشتو په بهير کې د ١٧ مترو په اوږدوالي او سور او ٩ متره لوړوالى جوړ شوى چې په یو وخت کې د ۱۷۰ لمونځ کونکو ظرفیت لري.
\ ذ