
کابل، د مرغومي ۱۴مه، باختر
د مالیې وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د دغه وزارت ټولو ادارو او دویم واحدونو مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې د کورنیو تولیداتو د تقویت او د هېواد د صنعت د پیاوړتیا په موخه، له کورنیو تولیداتو او محصولاتو څخه ګټه واخلي او د وارداتي هېواد پر ځای صادراتي هېواد ته کار وکړي.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د دغه وزارت د سرپرست په حکم کې ویل شوي دي: له داخلي تولیداتو ګټه اخیستل، د تجارت بیلانس مثبت خوا ته سوق کوي (واردات کمېږي او صادرات زیاتېږي) او د دې لامل کېږي چې هېواد په تدریجي ډول د صنعتي کېدو په لور حرکت وکړي.
په حکم کې راغلي چې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو پیاوړتیا، د هېواد د اقتصادي ودي او له وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد د افغانستان بدلېدل، د هر افغان مکلفیت دی او په ځانګړې توګه د مالیې وزارت ټولو واحدونو ته اړینه ده چې له دې وروسته د دولتي شرکتونو او نورو کورنیو شرکتونو له خدمتونو، محصولاتو او تولیداتو د امکان تر بریده ګټه واخلي.
د مالیې وزارت په باور؛ د داخلي تولیداتو په استفادې سره، د هېواد داخلي صنعت پیاوړی کېږي، کاري فرصتونه برابرېږي، اقتصادي پرمختیا رامنځته کېږي او له هېواده د بهرنیو اسعارو د وتلو مخه نیول کېږي.
د مالیې وزارت دغه حکم له هغه وروسته صادرېږي چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې وروستۍ غونډې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وړاندیز پر بنسټ، په ټولو امارتي ادارو کې تر ممکنه بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه واخیستل شي
وهاج